د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1825 شاعران12192 شعرونه
عبدالعزیز نایبي

شلېدلی ټال

خدای پېدا کړې وه ښایسته ښاپېرۍ
هغه سپېڅلې،ها خوږه ښاپېرۍ
خور یې و ټال د اُمیدونو زرین
لمر او سپوژمۍ کې زنگېده ښاپېرۍ
سهار یې شونډه وه وتلې
پلار یې وپوښتله،
ولې لورې؟
ویلې: بلاوې مې په خوب لېدلې!
یو مې کتاب، بل مې قلم تښتاوه
چا مې د خدای راکړی حق له پاک حرم تښتاوه
زما د خوبونو زرین ټال وشلېده
د بلاگانو پرې خپـړې ولې
ترخه موسکا یې پر وتلې شونډې تېره کړله
پلار یې بېوس سر پر زنگون کېښود
د عظیم رب دلاسائي یې غوښته
۲۸/۳/۲۰۲۳

***************************************

د شاعر نور شعرونه ←