افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1825 شاعران12192 شعرونه
غزل
پل پر پل ګورمه لاره خو ته نه
لا دې پوښتمه هينداره خوته نه يې
چا وې ډک زړونه تشېږي په ويلو
زه ګيلو نه يم سرشاره خو ته نه يې
د سپېدو سره وعدې به شوې تر سرې
اوس زه ناست يم تر سهاره خو ته نه يې
لټوومه دې د هسکو په مروتو
دقاف غرونو پريواره خو ته نه يې
سندريز به دې دزلفو ستا ماښام کړم
زه لا مست له يله زاره خو ته نه يې
نن دې بربنډوخيالونو بيا په غريو کړم
خود وتلی له اختياره خو ته نه يې
ما وې مستې کړم نينۍ پر اننګو دې
هره مچه په سل واره خو ته نه يې
ستا حيا دې دثواب خم کې غوټه شي
زه دې اوسم ګنهګاره خو ته نه يې
کړي فردا ستا له ها ښکلې دنياګۍ نه
دنيا خپله به درځاره خو ته نه يې
د اکتوبر ۶مه ۲۰۲۳
بیرمینگهام
*************************************