د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1825 شاعران12192 شعرونه
د ښاغلي ممتاز اورکزی شعرونه

غزل

د خپل جـــــذب جنتي کيف کښې شو ډوب لاړو

پښـــــــتون لمر شو پخپل ذات کښې غروب لاړو
د خپـــــــــــل خيال د ښاپېرۍ غيږ کښې اودۀ شو

يو مســت خوب کښې د خپل وهم محجوب لاړو
يو کلـــــــــــــــــيم د خپل کلام طور کښې فنا شو

يو مسيـــــــــــــح د ګل په ښاخ شو مصلوب،لاړو
د مشـــــــــرق پښتون د غرب په ميو مست شو

لکــــــــــــــــــــه بويي په شمال خور تر جنوب لاړو
ګډ دی شــــــــــــــور چې يو ملنګ چرته مړ شوی

زه خـــــــــــــــــــو وايم صـــــمد رب ته مکتوب لاړو
خـــــــــپل وجود کښې شو مدغم دوباره سيوری

خپـــــــــــــلې تندې ته په خپــــــــــــله مشروب لاړو
د مـــــــــــــــــــــــــــروتو ياران ټول له ځان چاپېر کړه

يوه چغــــــــــه کړه مــــــــــــــــــــمتازه، مجذوب لاړو

د شاعر نور شعرونه ←