افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1825 شاعران12192 شعرونه
ناپایه ویرونه
نور مې پېـوند، پېـوند زړگی
د دومره لوېـو دردو تاب نه لري
بېـوسي حد کړی دی
هېڅ ځای ارام نه لرم
له خپلې خاورې مې شړي حرامي
د سترگـو گاټـو نه مې
لکه د لمر تندر
سرې کرښې تاوو دي
داسې یم وران لکه بېـوس فلسطین
لکه د بورې مور وروستۍ چیغه تنکي بچي پسې
دا د غمونو لړۍ،
څومره اوږده شوه ربه!
۲۹/۱۰/۲۰۲۳
عبدالعزیز نایبي
ستاکلهم، سویدن