د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1825 شاعران12192 شعرونه
هاجره حرکت

دوه کلونه زرين وخت

تـر ځـنکنـدنـه بـه مــې ساه وې تـا سـره ولاړه
زمـا د تــورو غـــرونـو شـا تـه کـوټـنۍ وه لاړه
هـلـتـه د پـوهــې رڼـا ځــل پـر تـروږمـۍ کــولـــو
ستوري دانه دانه رالویږي سپوږمۍ وريځ کړه تاوه
دوي د اسلام په نوم راپورته شول تيارې خـپـروي
د الله (ج) اقـرا يې هـيـر کـړی دی بـيتـکوره شـاړه
نړۍ کې ژوند کړي مسلمان سيده پر لار ږدي قدم
ده ده ناسم عمل افغان ولـس کـړ حـیـران نـاچـاره
هـره شـيـبه د ژونـدانـه پـه يـون ده مـنـډي وهـي
د جــيـنـکو د عــمــر تـلـلـو تــه پــه زوره ژاړه
زموږ د ځوان نسـل تاوان بـيه به څوک پـريـکوي
دا دوه کلـونه زرين وخت و چې لاړ تير شو واړه
واکدار د واک واګي په لاس کې لري دنده يې درنه
د تــنـکو هـيـلـو رژيـدل وبـال د دوي پـر غـــاړه
بنسټ چې ږدي نو رغول يې شي د علم پر مټ
د مـلتـونـو پـرمـخـتـګ بـحـير تـه ټـول لـیـوالـه

د شاعر نور شعرونه ←