د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1825 شاعران12192 شعرونه
ښاغلي عبدالهادی هادي شعرونه

غزل

ستا ښایست زما هنر د خلکو خوښ وو
چې جوړه وو نو اکثر د خلکو خوښ وو

ستا ښکلا به زما له شعره څرک وهلو
د دې غره په اوږو لمر د خلکو خوښ وو

هر سهار یې ستا له سترګو غزل اخیست
یو شاعر وو ستا په سر د خلکو خوښ وو

اوس یې پښه ده ښویېدلې، خدای وهلی
ګنې وخت وو چې رهبر د خلکو خوښ وو

ښوونځی او مدرسه سره خور ، ورور وو
هم جومات او هم مندر د خلکو خوښ وو

ستا به شونډې رپیدې ده به غزل کړې
ستا هادي وو پاړوګر د خلکو خوښ وو

د شاعر نور شعرونه ←