افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1825 شاعران12192 شعرونه
غزل
زړه مې مات دی، زړه مې مات دی، زړه مې مات دی
څه چې پاتې ، هغه ستا د سر خیرات دی
ستا د سترګو د جوړه توتکو ځاله
کوم کافر ویشتلی ، زما د زړه جومات دی
لږ مې پریږده چې په لیچو دې سر کیږدم
ژوند خو هسې هم د لمر پریوتو سات دی
هره شپه مې ګل وطن په خوب کې ګورم
ننګرهار دی، کندهار دی ، که هرات دی
ته به وایي چې هادي جنت کې میشت شو!
د پښو لاندې مې بل اور ، د خدای په ذات دی