د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1825 شاعران12192 شعرونه
ښاغلي اجمل ښکلی شعرونه

غزل

له ډيوو نه چې انکار کوي دا خلک

د هواوو کاروبار کوي دا خلک
د لاسونو په لستوڼو کې يې ساتي

پر مارانو اعتبار کوي دا خلک
د خزان په لار روان دي، عجيبه ده

او خبرې د بهار کوي دا خلک
ما خو و نه موند د ژوند په يوه تقويم کې

انتظار د کوم سهار کوي دا خلک؟
چې ازار د کوم مسيح به وي وهلي

چې آرزو د مرګ په دار کوي دا خلک
زما زړه اباد په مينه د يارانو

بربادي به څه د ښار کوي دا خلک
چې د مرګ بلا يې وداړي اجمله

د سرونو هله شمار کوي دا خلک

د شاعر نور شعرونه ←