د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1825 شاعران12192 شعرونه
دانیال ثاقب

غزل

ماسره ډیره تلوسه وه خو ده هیڅ نه وییل
د یو تصویر سره مې شپه وه خو ده هیڅ نه وییل
زه ورته ناست وم مايي سترګو کې خپل ځان لټوه
د جنون حد وو تجربه وه خو ده هیڅ نه وییل
په تنهايي کې اخیري حد خلک څه ته وايي ؟
زه ومه دی وو او ډیوه وه خو ده هیڅ نه وییل
د زړه په څړیکو به مې ټوله خاموشي ماته شوه
د درد او زغم سړه جګړه وه خو ده هیڅ نه وییل
د یلدا شپه وه دسبا یی بیخي څرک نه لګید
زړه کې مې لویه فلسفه وه خو ده هیڅ نه وییل
اسمان په کړس خندا کوله سیلۍ هم ګډیده
د غره په څوکه مو خیمه وه خو ده هیڅ نه وییل
ثاقبه ماورته زړه تش کړ ښی ګیلې مې وکړې
د راز او نیاز خوږه کیسه وه خو ده هیڅ نه وییل

د شاعر نور شعرونه ←