افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1825 شاعران12192 شعرونه
واخیسته
مو نږه په جنګ کى دومره لويه تجربه واخيسته
له جهانيانو مو وخپل کورته جګړه واخيسته
دکمونيزم پرچميز دليلن له ډاره
دمجاهد له هغه نوم مودا فايده واخيسته
چى موريګن ته داسلام دعوت پرغاړه وړئ
هغوى هم هغه شان پرمونږ داسى فلمه واخيسته
دسړيتوب په طمه ناست طمه له چانه وکړم
له جل وهلى سرخوړلى يي بټوه واخيسته
په ترږمۍ کى بيا له کومى ډلى لار خطا وه
په رڼا ورځ يي زمونږ دکورهغه ډيوه واخيسته
په لاره تلل خوفاروقى ته يي چى برګ وکتل
ته وا دوښمن څه يي له څيرمى مارګله واخيسته