افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1825 شاعران12192 شعرونه
غزل
په واویلا وم لکه نی په زنځیرونو باندې
وهلی چا وم ځی په ځی په زنځیرونو باندې
بیا هم نارې د بغاوت وهم ، خاموشه نه یم
وخت یم تړلی لکه سپی په زنځیرونو باندې
یا مې شېرین وجود دی شین ، د زمانې له لاسه
یا به وهلی یم خدی* په زنځیرونو باندې
غلیم هغه ته وي ولاړ ، چې وي کمزوری بېخي
دلته تړي خلګ مېږی په زنځیرونو باندې
روان بې غمه ؤ له ځانه ، ناخبره غوندې
تړلی چا ؤ لېونی په زنځیرونو باندې
په پټه خله بې حسه خلګ ورته ګوري اوس هم
پرهر ، زخمي زخمي سړی په زنځیرونو باندې
غلیم په دغه نیت ورباندې ګوزارونه کوي
لاش به واپس شي راژوندی په زنځيرونو باندې