د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1825 شاعران12192 شعرونه
محمد اجمل کریمي

غزل

چې پل اخلم پښه په تېرې غنې باندې ږدم
یو سل تیږي به نور ستا په غوښتنې باندې ږدم

جومات شته،مُلا هم شته،اذان هم کیږي دلې
خو زه خپلې سجدې خپلې لمنې باندې ږدم

ميَن یم هو بیخي زیات مین شوی یمه زه
آن سر به هم پخپلې دغې ژمنې باندې ږدم

هغې ویل د شاتو ځاله نه وي بې خوږو
یو څو دانې خالونه مې په زنې باندې ږدم

چې ځمکې زما دروند غم لا اخستی په سینه
زه هر پل په سوکه او په مننې باندې ږدم

دا څوک وایي چې نلري لفظونه کرامات؟
زه خپل غزل د خپل ځان په ساتنې باندې ږدم

مُجریم یم “کریمي” د کائیناتو په قانون
مرغه ته توره ږدمه سر په ونې باندې ږدم

د شاعر نور شعرونه ←