افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1825 شاعران12192 شعرونه
غزل
ښه دی چي ونه درېد ښه دی چي روان ښه دی
هغې ويله چي نقيب تل پرېشان ښه دی
ماته تر مرګ ښايسته وو، ده ته زه تر ژوند بدرنګ وم
سترګي زما ښې دي، که زړه مي د جانان ښه دی؟؟!
جنت د حورو دی، دوزخ د شيطانانو ځای دی
خو د دې دواړو تر منځ زر واري انسان ښه دی
زه بُت پرست ومه، خو ما ويني توئ کړي نه وې
خو دوی ويله چي تر ټولو مسلمان ښه دی!!
له مودو وروسته يې کرم او خرابات وکړ
ساقي خو ښه دی، خو بيا دومره مهربان ښه دی
پرېږده چي وپنځوي ژوند ته د موسی مُعجزې
نقيب دننه ښه دی، روح يې پر ميدان ښه دی
13-01-2016
———