افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1825 شاعران12192 شعرونه
هایکو
د جنګ په اورکی سوزی
ښکلي ګلان ماشومان
لکه زوزان ماشومان
چی چیرته جنګ وی هلته
دې مـلائیـکې په کار
چی ماشومان وژغوري
===
چی پسرلی عاشق شي
زیړ شي خزان جوړیږی
ورنه ارمان جـوړیږی
===
که روڼ سـبا غـواړی
د شپې نه مه ویریږه
تیارو نه مه ویریږه
===
که شوی د ویرې نوکر
تل به غـلام پاتی یی
تل به ناکام پاتی یی
===
که شوی په ځان باوری
هـم به میدان و ګټـې
هـم به جانان وګټـې
===
له محـبـت بی برخی
دي ازلي دوزخیـان
وی له جنت بی برخی.