د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1825 شاعران12192 شعرونه
الحاج الهام الدین قیام

غزل

دلته پریشانیو د سکون جونګړه ورانه کړه
هلته 5 آبیانو د پښتون جونګړه ورانه کړه

مونږته په بدل نوم چا پردۍ جګړه راوړي ده
جنګ پدې وطن کې د ژوندون جونګړه ورانه کړه

ھرپردي په مونږکې د نفاق تخم شیندلی دی
دلته ځانځانیو اوس د یون جونګړه ورانه کړه

ډېرو سیاسیونو د بدلون چیغې وھلي وې
ھغو سیاسیونو د بدلون جونګړه ورانه کړه

چا چې دې ملت ته د سمون وعده ورکړي وه
ھغه اوس پخپله د سمون جونګړه ورانه کره

مونږ خو د جګړې په ضد (قیام) ته راوتلي وو
نه پوھیږم چا مو د پاڅون جونګړه ورانه کړه

د شاعر نور شعرونه ←