د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1825 شاعران12192 شعرونه
نورمحمد لاهو

یو ځنګل مرغۍ

یو ځنګل مرغۍ

ته چې ځان سره په ناز سندرې بولې
د دریاب وحشي څپې لکه هوسی
د ساحل غاړوته په مینه ویدې کیږي
او بادونه
د دې ونو یوه پاڼه هم نه غواړي چې وښوري

ته چې ځان سره په ناز سندرې بولې
د بدن شیرچایي رنګ دې د اوبو د شینکي رنګ لمدې رڼاته
د مڼو غوندې شیرینه خوشبویي کا

هلته لیرې یوه تږې شان ډبره
مودې وشوې ښوروي دواړه لاسونه
غواړي ستا خوږې سندرې
لکه یو ځنګل مرغۍ
د خپلو ګوتو په قفس کې زنداني کړي

د شاعر نور شعرونه ←