افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1825 شاعران12192 شعرونه
!خدايه
خدايه په وطن کې مو بيبيانې ښځې ډېرې کړې
لر او بر په دواړو کې پوهانې ښځې ډېرې کړې
بيا چې هر محفل ته د ژوند نوي ساه ور وبښي
ته زمونږ په چم کې شاعرانې ښځې ډېرې کړې
خپل اولاد چې تنها د انسان په روحيه وروزي
ربه د اوهامو سره ورانې ښځې ډېرې کړې
اوس ډېرو ميړونو ته مېرمنې لکه مينځې دي
نور خو ميړونو باندې ګرانې ښځې ډېرې کړې
ږغ چې د ميړه قيامه واوري او ” جار ” ووايي
ته داسې خوږ ژبي، مهربانې ښځې زياتې کړې
قيام
د فبروري 11 کال 2024