د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1825 شاعران12192 شعرونه
زمزمه غزل

غزل

څه! په ملا را قاتېدمه نڅېدمه
ړنګه بنګه غورځېدمه نڅېدمه

ته مې بل چا باندې نه پيرزو کېدلې
ستا واده کې ماتېدمه نڅېدمه

د وحشي داړمارانو مينځ کې ګير وم
په سرو سترګو ژړېدمه نڅېدمه

دوی زما په خوښۍ لس ګوتې په غاښ کړې
زه له درده دردېدمه نڅېدمه

زمزمکې! چې يې ستا په سر بدنام کړم
په هوا کې الوتمه نڅېدمه

د شاعر نور شعرونه ←