افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1825 شاعران12192 شعرونه
زنځــیر
ته می رټـه ، زه به دی قــدر کـوم
زما او سـتا منځ کی، توپیر همدا دی
ماته د ژونــد اســتاد، ښـولې ده دا
چی دی رټي، په تا زهیر همداد دی
چی کړاوو سـره دی، کانـدی آشـنا
اصلي مُرشـد، مـنلی پیـر همدادی
چی په تدبیر رسوی، ځان منزل ته
د لښکر سر، د لښکر میر همدا دی
که وی همت، ښکلې ده ټوله ځمکه
ارمان یی ونه کړئ، کشمیر همدادی
چی بـدلوې میـنه، په کـرکې بانـدی
د بد بختۍ اغـزن، زنځیـر همدادی
که هرسـتم ته شـوو، تسـلیم کلیوال
بس د هـغه کلی، تقـدیر همـدا دی
فبروری/۹/۲۰۲۴
تورنتو – ایجکس – کاناډا