د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1825 شاعران12192 شعرونه
ارواښاد سیف الرحمن (اشنا)

هر ذیروح

هر ذیروح د ژوند له غمه دی زهیر

که باچا دی ، که ګدا دی که فقیر
په یو ډول درد اخته د ده صورت وي

د مرګ لاره کې د هیڅ نشته توپیر
یوه ورځ به دغه دام کې راګيریږي

که د درست جهان باچا شي یا امیر

. . . .

د انسان لپاره عقل یو چراغ دی

باید بل انسان له ده نه شي دلګیر
خواخوږي یوه فريضه ده ان تر مرګه

باید را نه شي”اشنا” دې کې تغیر

ارواښاد سيف الرحمن “اشنا”

١٣١٩هه ش- ١٣٩١/١٢/٦هه ش

د شاعر نور شعرونه ←