د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1825 شاعران12192 شعرونه
د ارواښاد عبدالرحیم روغاني شعرونه

غزل

مرګ له یې پیدا کړو د حیات په بهانه
اوس به حیات ګورو د ممات په بهانه

وخت سره زاهد رنګونه اړوي بدلیږي
ځي نن مېکدې له د جومات په بهانه

چل یې وي دیدن ته مرشد هسې بهانه شي
اوکړي ملاقات د ملاقات په بهانه

خپله دین داري لکه دانه په دام کې کېږدي
اوخوري هندوستان د سومنات په بهانه

بیا چې شي تازه زاړه یادونه روغاني ته
خدای دې سوات ته راواله د سوات په بهانه

د شاعر نور شعرونه ←