افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1825 شاعران12192 شعرونه
غزل
بې یادونو دې په بل څه بوخته نه شوم
هېڅ اوزګاره ژونده! ستا کارو ته نه شوم
لکه څانګه به راقات پخپل وجود شوم
چې حالاتو ماتولم ماته نه شوم
هغه هیڅکله له خپل ضده تېر نه شو
زه هم ښکته د غرور له تخته نه شوم
که هر څه مو دعاګانې رب ته وکړې
هغه زما او زه دې هغه بخته! نه شوم
ماویل لاړه به تر هسکو، هسکو غرو شم
را بهر لکه بندي له چته نه شوم
لکه تږې غوټۍ تویه شوم بې وخته
له تا وروسته را تازه پر دښته نه شوم
د پښتو او د ایمان پابندۍ! ګورې
مخامخ ولاړ جانان ته جوخته نه شوم