د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1825 شاعران12192 شعرونه
ښاغلي عبدالهادی هادي شعرونه

غزل

پدې ښکار کې زه هیچا ته ورته نه شوم
زوروره وم کمزورې وخته نه شوم

هغه هیڅکله له خپل ضده تېر نه شو
زه هم ښکته د غرور له تخته نه شوم

که هر څه مو دعاګانې رب ته وکړې
هغه زما او زه دې هغه بخته! نه شوم

ماویل لاړه به تر هسکو، هسکو غرو شم
را بهر لکه بندي له چته نه شوم

لکه تږې غوټۍ تویه شوم بې وخته
له تا وروسته را تازه پر دښته نه شوم

د پښتو او د ایمان پابندۍ! ګورې
مخامخ ولاړ جانان ته جوخته نه شوم

د شاعر نور شعرونه ←