افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1825 شاعران12192 شعرونه
پسرلی او زیړی لمر
پسرلی راشي چې گودر ته ورشم
هر مازدیگر بیا زیړی لمر ته ورشم
د چنار لاندې د چینې په خوا کې
د گلاب گل سره دلبر ته ورشم
زلمی نصرت
۱۹.۰۳.۲۰۲۴
—————————————
د پسرلي وږمې
د نارنج د گل د عطرو له وږمو نه
پسرلي کې ننگرهار مست او خمار شي
د پاریس کو به کو عطر به زه څه کړم
نارنج گل چې د نگار د غاړې هار شي