د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1825 شاعران12192 شعرونه
سلطان جان کليوال

دې کال کی

نورڅه درنه نه غواړو، خو جنګ نه مونږه وساته
دي کال کی خاونـده ، بل غوځنګ نه مونږه وساته
کلي او ښـاورنه ، چی بیـا هـم راته سـیزي اورکی
تور وی او که سپین، انګریز ملنګ نه مونږه وساته
ډيـر ډیـر غـورځـولي ، ګــړنـګـو نه رهــبرانو یـو
بیا له غـورځیــدو، د بل ګـړنګ نه مونږه وساته
زهـر چی د شـاتو په نامـه، ګــډ په غــذا کـی وی
ربـه ! له خـوړو، د هــر قلنګ نه مـونـږه وسـاته
بیـا چی د افــغـان کلی، جـونـګړې ورانـوی راتـه
بل نوي چـنګیـز، نوي اورنګ نه مـونـږه وساته
اخــلي ناریـنــتـوب چي، په مکـیـز د کلیـوالـو نه
د داسـی محبـوب، نـرم پالـنګ نه مـونږه و ساته

د شاعر نور شعرونه ←