د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1825 شاعران12192 شعرونه
سید عبیدالله نادر

د سید عبیدالله نادر دوه څلوریځي

بیدل او صائب
چې پیلي یې ، د سرو زرو په تارو کې دي لالونه
د معناوي یې ځای کړي، په منګي کې دي بحرونه
بل څه نه دي، دا شــــعرونه د بیدل او د صائب دي
چې قطرې د معرفت څخه یې راایستي ، دریابونه

د علم و فن رڼا
چې دنیــــا ته پری ښـــکلا ده، دا د علم وفــــن رڼا ده
چې پرې زړونه رو ښا نیږي، صاحبدل د درد وینا ده
د رنځــــونو مســـیحا می، خــــدای ته ګوره رارسیږه
چې زمــــان په دي لمحـــو کې ، د دردونــــو انتها ده

د شاعر نور شعرونه ←