افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1825 شاعران12192 شعرونه
تالانګر لاسونه
څه ځـانځاني څه و غرور او څه په ځان مېنتوب
ټـولـه زمونږه پر سـر خاوره شـوه راو دوړيــد
د زلــمـیـتـوب د مېنتوب يـوه تــوده ولــولــه
په سور تنورکې شوه خامسوزه ډوډۍ وسوزیـده
په مرغـلين تار کـې د ميـنې پـيـل شـوی هـيـله
د مـحــبــوبـا لـه صــراحــې غـاړې راوتـلـیـده
د ناهیلیو پـه تـيـاره نظـر کـې پـاتـې نـه شــوه
د آزادۍ نـاوې لــه لــوړې څـــوکـې وسکیده
پر دې سپيڅلې خاوره شنه نه شوه زرغونه نه شوه
کـه د زلـمو ويـنـو خـــړوبـه کــړه خونــه رغيـده
لوړې وړتـيـاوې د ځــوانـانـو مـو وړيـا بـايـلـودې
د رڼـا څــرک تت شــو پـه ذهــن کې ونـه زلـیـده
د تـالانـګـرو لاس و اوږود پـيژنـدل يـې ګران وو
د ســيـده لار نـظــر کمزورې ورتـه نـه رسـیده
هـغـه د ميـنـي نـږديـوالـي لــوریــنـې جـذبــه
د ګل پـه بوټي کې غوټۍ نه شوه ونه غوړيده