د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1825 شاعران12192 شعرونه
سلطان جان کليوال

عــقــیـده

چی د مینې نوم یی واورید ستا له خولې نه
بـوت سـاتـونـکي ټـول را و وتـل کعــبې نه
نه پوهیـږم ماته څنـګه را نصـیب شـو؟
هـغه ګل چی و ، رالـوتی له مــئری نه
عجب زړه دی بیـا هم صبر له یار نه شـو
شـړل شـوی څـو کـرت و، دروازې نه
آخـر سـتړي سـتړي پریوته آرام شــو
چـی بیـل شــوی و د پـلار د قـافـلې نه
باوری یم که هـر څـو خاوری ایـرې شـی
راځـي بیــرته ســتا د پاره هــدیرې نه
دا اخـلاص له کـومه کیـږی ته پوهـیږی؟
دا را وځې تل د مـیـنې له ســینې نه
عـمررض هم تـوره خطا کړه او تسلیم شو
چی خـبر شـو د اسلام له فلسفې نه
چی ځوانۍ کی کلیوال بی لارې نه شوو
زړ بوډۍ که به وا نه وړی عـقـیـدې نه
مارچ ۱۵/۲۰۲۴

د شاعر نور شعرونه ←