پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
د خوږې خاورې ارمان
خوږې خاورې ارمان مې هميش ځوان دی راسره دی
د ژونــد پــه اډانــه کــې مــې روان دی راســـره دی
يـادونــه يې تــاويــږي دوه لـيمــو کـې مـرغــلــرې
دانـه دانـه رالـويـږې لونـد ګـريوان دی راسـره دی
ښوونځـي تـه جــيـنکو د ورتګ ټـولې تـلـلې لارې
له هر خـوا تـړل شـوي دا فــرمان دی راســره دی
جګړه وه تياره وه د ځــوان نسـل زده کړه شـنــډه
پر ښوونه مو اوس هم د غم باران دی راسـره دی
ســـړک هــم پـر بـنــدونـــو ودانــيــو رغــــولـــو
څه ګـټـه چې مـو ځـوان انپړ نادان دی راسره دی
څـراغ بـل په ټولنه کې عالـمې مـور پر مـټ شـی
پر کور کلـي د پـوهې څلې وران دی راســره دی
څلويښت کاله جګړې کې تیارې وې راخـورې وې
اوس سـوله کې د جهل تور طوفان دی راسره دی
غـاټـولـو ګل کڅونـه مـو سـاړه سپـيـره پـراتـه دي
د لور د زده کـړې غـم د درد کاروان دی راسـره دی
هېواد کې ولس پـه يـو خوله سره ټول همدغه وايې
طالب مـشر له روغ عـقـلـه ناتـوان دی راســره دی
پـيـمـخـې لـټـوي ان په بـاګـرام کـې خـوښوی دوي
چې ګورې دريم واده د طالب جـان دی راسـره دی
راپورتـه مې په زړه کې شی دا ویـره او سیـوا شی
کږو چارو کې ګواښ د جنګ روان دی راسـره دی