د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1825 شاعران12192 شعرونه
رحمت الله حکیمي

غزل

دا یوسف مخي به مو څرنـګه له زړونو وځي

چې هــرکلـي تــه یـې ګلان له دیوالونو وځي

پروتې نه یـو چـې د ځمـکې په مـخ وڅښیږو

موږ فـرهاد خـویه ارادې لـرو، له غـرونو وځي

کـړه توکل په ذوالجلال، نـور کـوه خپله هـڅه

د بل په طمعه ستر ماهي تل له سیندونو وځي

د عـشق امامـه اقتدا درپسې څه وخت کېږي؟

مینه پـل پول شوله، په خپله له کورونو وځي

کـړي چې عیار ځان د زمان له پېچ و تابه سره

خـود بـه دا ځینـې لـیوني لــه ګــردابونو وځي

نـه کـړئ تنـدی تـریو حـکیمي هـره شېبه ویلې

د سترګو رپ کې زنده ګي ده له لاسونو وځي

د شاعر نور شعرونه ←