د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1825 شاعران12192 شعرونه
شاجان هاجره حرکت

د مـيـنـې زور

دا بــه زمــوږ مـيـنـه کـې زور نـه وو

يا به په زړونـو کې مـو شـور نـه وو
په مـزلـونـو مـو پـښـې پـولـۍ شـوې

کـه بـه ټـاکلــې نــښـــه لــور نــه وو
سـرونه لـوړ هم خـيـالـونـه لــوړ وو

فـکــر تـدبــيـر نـه و راټـول نـه وو
ګـاونـډ مـو تـل د سـټـيـدو پـه هـیله

کافـر که روس و جوړ لاهور نه وو
دنـيـايې چـارې پــه دوکـه او ريـــا

پوه د فـريب نـړۍ په سوور نـه وو
پـر لـوريـنـه شـوه برلاســې رخـــه

د نـږديـوالـي کــوم انـځـور نــه وو
سپـيڅلې مينې خـپـل رنګ وبايــلـه

بې باوري شوه ورور بيا ورور نه وو
مودې شوي تيرې مونږه لار نه مـمو

زواک د مـونـدلــو هم مـو زور نـه وو
د ژوند په سمه لار رهی که نه شـــو

انګـيرۍ مـه چې موږ بيـتـکور نه وو

د شاعر نور شعرونه ←