افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1772 شاعران11101 شعرونه
لاره
مونږ ته د خپل رب د عبادت لاره معلومه ده
مونږ ته د احـد او وحـدانیـت لاره معلـومه ده
هر یو په ممبر باندی ولاړ سړی هادی نه دی
مونږ ته د جاهـل د هـیــدایت لاره معلـومه ده
مه مچې کوئ د پيرصاحب لاسونه پاک نه دي
مونږته د هـر پیـر د حـرکـت لاره معلـومه ده
کرکې نه ډک زړونه د دوستۍ او ملګرتیا نه دي
مونږ ته د دی زړونو د نفـرت لاره معـلومه ده
ډیر په کـږو لارو بیـول شـوی يـو، لـویـدلی یـو
اوس را ته صـفا، د انسـانیت لاره معـلومه ده
مه جـوړوه ځان نه خلـیـفـه د اسـلامی قـانـون
مونږ ته د اسـلام د خـلافــت لاره معـلـومه ده
دین کی محـبـت سـره جـواز د دښـمنې نشــته
مونږ ته د خـپل دیـن د مـحـبـت لاره معلومه ده
نورغـورځوی نه شي ګـړنګـو نه کلیـوال سـاده
دوی ته د خپل ژونـد د اهـميت لاره معلـومه ده
اپریل / ۱ / ۲۰۲۴
ایجکس – تورنتو – کاناډا