د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1771 شاعران11101 شعرونه
نورمحمد لاهو

د مني وریځ

د مني وریځ

وریځ شوم په تا راغلم
خو تا ټولې سرې او سپینې باغیچې وې له خپل ځانه سره وړې
چې په ډاګ ووریدم ومې ژړلې

+ + + + + +

ستا په تلو سره فصلونه نارنجي شول
تر ابده مې یو ژیړ کمیس په ځان شو
پیړۍ وشوې
بیا د چا په زرغون فصل او باغونو باندې نه یم وریدلی
د غږ رنګ مې هم ژیړ شوی
اوس د مني په غمجنې سړې وریځ یم بدل شوی
او په دې خو ته پوهیږې
چې د مني د موسم له سړو وریځو سره
هومره شوق د وریدلو نه وي

د شاعر نور شعرونه ←