د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1825 شاعران12192 شعرونه
عبدالعزیز نایبي

اوس د چا گرېوان ته لاس کړو

اوس د چا گرېوان ته لاس کړو
چې د مور وطن له غېـږې یې کړو په تېښته
ها د ثور برېتور انقلابیان
یا غوايي باندې سپاره مست جهادیان
د یو بل پر بام چې واورې غورځوینه
تکنوکرات، دیموکراتان که ملایان
شورویان، امریکایان شول په موږ ستړي
گاونډیان مو سر ته ناست دي غلیمان
پاکستان او ایران ډیر یو موږ ځپلي
چینایان مو خزانو پسې سرگردان
ائ زما د نړۍ بام خوږه هېواده
په قسمت دې دا څو کاله وو غوایان
خدای دې بیا اورو کې ښکېل نکړې وطنه
راپیدا به شي امان یا داود خان

۲۶/۴/۲۰۲۴
عبدالعزیز نایبي
ستاکلهم، سویدن

د شاعر نور شعرونه ←