د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1825 شاعران12192 شعرونه
زمزمه غزل

غزل

هم له ورځې هم له شپې مخ اړومه
اوس، له هر رنګ يارانې مخ اړومه

اوس، مې خپله څهره بل رنګ کې راښايي
نه ور ګورم له آيينې مخ اړومه

اضطراب مې، د قاتل کس په رقم دی
زۀ د ژوند له دايرې مخ اړومه

ټولګيوالې به مې ماته انتظار وې
اوس د کور له دروازې مخ اړومه

یو غوړپ می د مینې نلرې لېمو کې
له دې تشې پیمانې مخ اړومه

تا ته تش کتو کې هم سربلندي ده
چې لمر مخیه درپسې مخ اړومه

په دې تمه چې به ستا لخوا څوک راشي
له راغلې مرکې مخ اړومه

د دې وخت جبر په ما بې انتها ده
ان له خپلې زمزمې! مخ اړومه

د شاعر نور شعرونه ←