د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1773 شاعران11101 شعرونه
شاجان هاجره حرکت

بیا بل ځوان له کلی ووت

د حسرت تیارې خپرې شوې، بيا بل ځوان له کلی ووت
د خـوښـيـو شــيـبې لاړې، پـه ارمـان له کـلی ووت
چې په جګـو شملو مست ول، نن هغه زلمي وتلـي
د پردی ښار په کوڅو کي، لالـهـاند له کلـي ووت
ښه په خپل زيار سره وخوت علميت لوړې پوړۍ ته
چې د ولس چوپړ ته پاڅيد، څه ناتوان له کلي ووت
ما یې وکړله پالـنـه ، د خپل ګران زوي ښـه روزنـه
د حاصل وخت چې يې راغې، نو سرسام له کلي ووت
پـه سـپـيڅلو ارمـانـو مې د زړه خـونـه وه ودانـه
تندريز سیلاب ټول وېوړل، چې ودان له کلی ووت
اوس يې وسولو خيالونه، زما زړه کې امیدونه
د ارمان غوټۍ مې توې شوه، په لړزان له کلی ووت
لـه حـالاتـو يې ګيله کړه، بیا مې سوې دا ناره کړه
څه په سختو مې رالوی کړ، څه ارزان له کلی ووت
هره غونډه هر بانډار کې يې، وينا ته خلک ناست ول
نن ژړل پسـې سپـيـن ږيـرو، مهربان له کلـي ووت
د سپوږمۍ رڼا تیاره شوه، د اسمان ستورې ويده شو
په ګاونډ کي له ځوانـانـو، نـه حـيران له کلـی ووت
د سـفر پـر کږه لار يـې، محـبوبـا اوښکې لونـلـې
د راتـګ وعـده يې نه شوه، په سوران له کلی ووت

د شاعر نور شعرونه ←