افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1825 شاعران12192 شعرونه
غزل
پړک چی د بريښنا شی وايی تندر به راولويږی
ښکته که رڼا شی وايی تندر به راولويږی
ماته ښاپيری ځکه تروه ټنډه راګوری که
سپينه په خندا شی وايی تندر به راولويږی
څوک چی د مکتب دروازی بندی ساتی ډار لری
پوهه که پيدا شی وايی تندر به راولويږی
ځی دی هرې خواته رڼا مات به تورتمونه کړی
دی خوا ته که را شی وايی تندر به راولويږی
ښه ده چی يی مخ قبر ته واوړي ثوابونه دی
ځوان که په ګډا شی وايی تندر به راولويږی
تانه چی اسد پر زړه پراته غمونه پټ ساتی
آه که برالا شی وايی تندر به راولويږی
۱/۵/۲۴
بلغاريا