افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1789 شاعران11101 شعرونه
غزل
را مې شه قربان، غيږې تۀ مۀ ژاړه
رنګ دې دنداسې پۀ بلۀ واړوه
مه! پرېږده، چې مينه دې دبل چا شي
ټولې ښاريې په بله واړوه
لاسونه د جبر کړئ ماتې که
لويې فاصلې په بله واړوه
نن په بدماشۍ باندې ديدن وکړه
دنګې دروازې په بله واړوه
نه کنه قسمت پرېکړې ته مۀ کښېنه
پرېږده! دا کيسې پۀ بله واړوه
نن مې بنګړي مات که قيامت راوله
بيا وروسته توبې په بله واړوه