افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1825 شاعران12192 شعرونه
مقام د مورولۍ
د ستورو دانې مومم ترې پلو را ډکومه
د مینې په ځلا کې یې پر هسک را زلومه
که لور یمه که مور یم د الله (ج) یم لورینه
اثبات یې د نسا ثورت ایت در یادومه
له مور بېبې مریم نه مې دی دا الهام اخیستې
زه ژوند ته رڼا وړمه پاس له غره یې خورومه
سپین لمر خپله ځلا چې ده پر موږ نظرانه کړې
د اقرا په ویلو به مې خپله لور روزمه
مقام د مورولۍ الله(ج) په ما دی لورولې
دا ګرده مخلوقات له خپله حاله خبرومه
را تم شه لغزیدلیه! د تیارو خپریدل بس کړه
په ورځ کې د جزا به زه خپل حق درنه پوښتمه