افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1778 شاعران11101 شعرونه
غزل
راځۍ چې حج ته لاړ شو شیطانان په کاڼو ولو
چې قام څوک خرڅوي هغه مشران په کاڼو ولو
درشل د پښتنو ته چې په بد نظر کاته کړي
باچا که د جهان وي دا انسان په کاڼو ولو
بیلتون سره چې مل وي د نفاق اور بلوي نو
دی خپله که جانان وي دا جانان په کاڼو ولو
چې مخامخ دا ستا وي پشیشاه چې د بل چا وي
همدا منافقان خو د جهان په کاڼو ولو
ستا کړی کار چې اخلي او دعوه پرې د خپل ځان کړي
راځۍ د داسې خلکو خو ایمان په کاڼو ولو
د بل ډول ته ګډیږي او د خپله ډوله لري
نسیم ستوریه راځه دا غلامان په کاڼو ولو