افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1772 شاعران11101 شعرونه
د ښوونځي جينکۍ
نن مي له شرمه سترګي ټيټي شولې
د ګاونډي هېواد ښوونځي ته جينکۍ رواني
زموږ د کار ځاي په دفتر کي المانۍ همکارې
د تلويزيون پر پرده
يو خپريدونکي مستند فلم ته
په ډيره مينه کتل
او په موسکا سره يې
له ما تپوس وکړ
دا به هرو مرو وي ستا د هېواد
دا جينکۍ خو ټولي ستا په شان جامي لري
زما تالو کي ژبه وچه شوله
دا وي زموږ د ګاونډي هېواد د سکول جينکۍ
ما يې پوښتنې ته ځواب نه درلود
ځان مې پري کوڼ واچاوه
هغه زما سترګو ته زير وه
خو زه اوتره ومه
ما ویل له ځانه سره
زه به په کومه ژبه
د خپل هېواد مشرتابه
د جهالت افسانه
ورته بیان کړمه
چې موږ د تورو وروسته پاتي زلبلنو
ړندو کسانو په تياره منګول کي ښکيل يو
د علم سپيني روښناي ته
د ورتلو لار نه لرو