افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1776 شاعران11101 شعرونه
ورک سالار
د خپلواکۍ ورکه سالاره
نه پوهېـږو قافله چېرې روانه
بیابان کې مو اوس شپې دي
سور دی باد په سره گرمۍ کې
لکه اور د تناره په مخ لگیـږي
سپڼ تر خولې اېستلی نشو
سترگې ډکې دي له ریگه
ته به څه وخت رارسیـږې ائ بارانه
چې مو وچ تالو رالوند کړې
کجیر وږی دی مازغه له کوپړۍ باسي
ته به څه وخت رارسیـږې ائ سالاره
نواباد کې اوس دغچ په نیت
بل څلی ودانیـږي
۱۷/۵/۲۰۲۴
ستاکلهم، سویدن