افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1825 شاعران12192 شعرونه
قلم
ھرتوری یې عسکردی،ھره لیکه یې لښکردی
قلم اوس په نړۍ کې ، له ھر فوځ نه زورور دی
قلم پدی وړه جُسه کې مه ګورئ ، ډیرغټ دی
په توره او میړانه کې ، د غرونو په څېر ستردی
په قد وړوکی ښکاري ، سترکمال لري په ځان کې
ھم توره ده ھم ډال دی،ھم کمین دی ھم سنګردی
قلم ھغه وسله ده چې لښکرې ماتوی شي
پدې وسله سمبال لښکر په ھرمیدان کې بردی
وړوکي نرۍ نوکه یې په توپ او ټانک بریږي
ویشتل کوي ځوانانو،ھم راکیټ دی ھم ستینګردی
نن ھغه څوک اتل دی چې قلم یې سم خوځیږي
قلم چې د چا خواردي،ھغه خواردی درپه دردی
نن ګټه په قلم کې ده ، قلم د ثُروت مور ده
توپک چې چا خپل کړی،په ھرکارکې یې ضرردی
اوس ټول له توپک تېر شئ،خپل قلم واخلئ ځوانانو
قلم کارول زده کړئ چې ھم توره ھم ھنردی
قیام ته چې را وځئ ، خپل قلم درنه ھېرنشي
قلم په ھر میدان کې اوس د ھربري مصدردی
قیام