افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1772 شاعران11101 شعرونه
سوال کوم، قبلیـږي نه
پوهېـږم نه څه وخت تر تا دررسي؟
هیلې مې لپو کې نیولي له دُعاوو سره
کلونه ډیر پرې تېر شول
اوس مې له گوتو غڼو جال تاو کړی
د انتظار بند کې یې کریغې اورم
نمجن بویونه مې سپـږمو ته رسي
مړ یې کړمه!
عبدالعزیز نایبي
ستاکلهم، سویدن