د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1771 شاعران11101 شعرونه
عبدالهادي عطايي ملا

غزل

ستا چي ياد ومه ځواني وه تا چي هېر کړم اوس زړېږم
مست اټک وم بهېدمه دروند خيبر سوم رانړېږم
دا د لمر د تندې اور دی د مالګينو شونډو زور دی
تنده نه سوه يو بلا سوه ډوب په بحر نه اوبېږم
تور او سره رنګونه يو دي د وخت لمر ته نه ټینګېږي
که له سترګو دي کړم ليري نو د شونډو هم هېرېږم
په پېرزو د يارانې مي شهادت را خراب نه کړئ
د ګدئ يارانو واورئ لاس مو نه غواړم ډوبېږم
د سحر د سترګو پرخه، مازيګر د غروب کرښه
ستا د حسن خیال آباد کښي، پردېس خیال يمه تېرېږم

د شاعر نور شعرونه ←