افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1825 شاعران12192 شعرونه
زموږ تر منځ خلوص
د ژونـد ستـړې شـيـبـې مـو تـر کلـونـو غــزيـدلـې
د هسک له لاجوردي غيږ مو زلانـد لعل رالويدلي
په خـپـل بـڼ کـې پر ګلـو د بلبلو غږ او شور مـو
ارمـان کـې تــلــيــد لـي او پـردو يـې تـل رټـلــي
په څرک د سباوون کې زموږ سترګې پټې پاتـې
مـدام له خـپـله حاله بې حالۍ پـه لـور يوو تـللـي
دستار چې يې تړلو تري تم شول يا بهـر شــول
د خـاورې مينتوب کې د ښـامار لارو خــوړلـي
پـر خـپـلو غـرونو تـللـو او تـر پـورتـه رسـيـدلـو
خلوص راځنې ورک شو يوو تر اوسه پرزيدلي
چې پورته يو ناره شی بدخشان کې به خوره شي
کـنـړ کابـل هـرات او هـم ګرديـز تـه رســيـدلـي
انـا زرغـونـه اخـلي قـلـم هــره جــيـنـۍ غــواړې
وايې ګرد که سره يو شئ ښوونځي مو پرانيستلي
بيا سيـل د تـوتـکـيـو بـه کابـل پر اسمان راشی
کوتـرې سپـيـنې ګرزي پـيغامونـه يـې زلـولـې