د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1771 شاعران11101 شعرونه
ارواښاد اسحاق ننګيال شعرونه

غزل

منم چې وطن وران شو مګر وران نه شو دا غر
اسمان يې په سر كیوت خو ستومان نه شو دا غر
حاجت څه د بیړۍ شته دا مې كلى دا مې كو ر
خبر دې چیرته نوحه په توپان نه شو دا غر
هر كاڼى يې رهبر دى هره پرخه يې قيا م
بې تورې بې شملې نه شو، حيران نه شو دا غر
ورېږي دې اورونه پرې دا غاړه دا يې سر
سوزېږي خوله هوډه پښیمان نه شو دا غر
قربان يې شم له ضده چې يې هیڅ نه كړو بدل
هماسې چې افغان و بل افغان نه شو دا غر

۱۳۸۳/۱۲/۳ – لغمان

د شاعر نور شعرونه ←