د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1825 شاعران12192 شعرونه
سلګۍ غزل

غزل

بیا دې غــــــــــواړم انسانان راپسې شوي

ځکـــــــــــــــه ژاړم انسانان راپسې شوي
جینۍ ته د خپل وجـــــــــود حواله راکړه

زه دې ژباړم انسانان راپســــــــــــې شوي
یاره زه په پېغلتوب کښې لېونۍ شـــــوم

هر څـــــــــوک داړم انسانان راپسې شوي
هــــــــــــــوا راشه چرته ورکه ورکه کېږې

زه که لاړم انسانان راپســـــــــــــــې شوي
ښکلیه!! ته ولې شـــــــــرمېږې غاړه راکړه

کډه نغاړم انسانان راپســــــــــــــــې شوي
سلګۍ ته د ستورو خور یې خانده خانده

په تا ویاړم انسانان راپســـــــــــــــې شوي

د شاعر نور شعرونه ←