پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
ته شه راز دار د مينې
د وطن پيغله وايې:
زه سـتـا د مـينې شاتریـنـه تـه خشـکيار د مينې
جـانـانـه مـيـنه کـوه سپـينه شـه مالـيار د مـينې
پـــه درنــاوي زمــا د مــيــنــې ارزونــه وکــړه
پـوه شــه په راز د نزاکت او په اسرار د ميـنې
تــه سنــدريـز غـزل شـه پـورتـه ولـولـې راولــه
د محـبـت فـضـا کـړه جـوړه تـابـعـدار د مـيـنـې
په پـټـو سترګو په نادودو پـسـې مـه زغــله نـور
ورستو دودونو تـه کړه شا په سمه لار د ميــنـې
تر څـو خپرې بـه وي ټولـنه کـي د ظـلم تـيـارې
له تـورتـمو نـه رابـهر، شـه مشعـل دار د مـيـنې
د عشق رڼا دې خپل مالت کې لکه لمر خپـره کړه
رغـوه کـور پـه محـبـت ته شــه رازدار د مــيـنـې
د ژونـد مـلګــرې پـر سـپـيـڅـلي درشــل ودروه
دریځ بدل که دې کړ شي به ته تاجدار د ميـنې
د ښـځو کار او پوهـه کـړي هـره ټـولـنـه بـسـیا
د نـاروا مـخ تـه شـه خـنـډ علــمبـردار د مـيــنې
روښـنايې سـپينه د عـلومو دې د کور رڼـا کــړه
مور چې عالمه وي اولاد شـي پوهـنيار د ميـنې
چې سليمان (ع) يې د خـرد لوړوالې و مـنــلو
بـيا مـلکه د ســبا راغـلـه پـه اقــرار د مـيـنـې
ويده ذهـنو ته روښـنايې د اسـلامـيت ورکـړه
له جهالت لـري واټن کړه شه سردار د ميـنې