د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1825 شاعران12192 شعرونه
الحاج الهام الدین قیام

‎! رقیبه

مغرورې او متکبرې استراليا ته دې ډالۍ وي.

‎! رقیبه
‎ښه شوله رقیبه، چې په تنګ دې کړم
‎خوښ نه شې بیځایه، چې په څنګ دې کړم

‎تا خو سوځولم خو زرغون دې کړم
‎غټ دې کړمه، ھسک دې کړمه، دنګ دې کړم

دومره دې په ټينګ نظر را وکتل
خپله کوز راو لويدې ګړنګ دې کړم

‎زه دې لا پخپل ایمان ډاډمن کړمه
‎زور دې کړم، غیرت دې کړمه، ننګ دې کړم

‎تا مې د احساس جذبې ته شور ورکړو
‎ویښ دې کړم، ھوښیار دې کړم، زرنګ دې کړم

‎اوس را ته رقیبه ټینګیدای نه شي
‎شور دې کړم، قیام دې کړم، غورځنګ دې کړم

‎قیام

د شاعر نور شعرونه ←